انصار: (د مرغومی ۲۱مه)، یو شمېر افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې هغه راپور ته توند غبرګون ښودلی، چې ویل کیږي د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند زاده په کندهار کې د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند له مشر ملا فضل الرحمان سره لیدلي.
د دې لیدنې خبر ځینو رسنیو د خپلو سرچینو له قوله خپور کړی، خو نور جزئیات یې نه دي څرګند شوي.
د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې لیدنې مخکې ویلي و، چې له دغې احتمالي لیدنې خبر نه دی.
له ادعا شوې لیدنې د هغه د ناخبري او وروسته د دغو ملایانو د لیدنې ادعا د یړ شمیر افغانانو له توندو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
د افغانستان د دفاع وزارت پخواني مرستیال تمیم عاصي ویلي، چې ملا هبت الله له افغان قومي مشرانو او مخورو سره د لیدنې وخت نه لري، خو له ملا فضل الرحمن سره چې هغه د ناټو جنګي دلال ګڼلی، په اسانۍ سره لیدلی شي.
د هغه په باور، دا لیدنه ځکه شوې چې هبت الله او د هغه قاضي القضات شېخ عبدالحکیم حقاني په کوټه او وزیرستان کې د ملا فضل الرحمن په مرسته مدرسې لرلې او له هغه څخه احسانمن او اغېزمن دي.
ژورنالېست او شنونکي سمیع یوسفزي بیا لیکلي: اوس مولانا فضل الرحمن کولی شي چې په خپل مرمی ضد موټر د شیخ هبة الله اخوند عکس چاپ کړي، لږ تر لږه تحریک طالبان به پرې برید ونه کړي او د پاکستان ټاکنو کې به هم د امارت خواخوږي ووټونه ورکړې .
طالبانو د دې لیدنې په اړه رسماً تایید یا رد نه دی کړی.
فضل الرحمن د کابل د سفر پر مهال په یوه مرکه کې د افغان نجونو پر مخ د زده کړو د دروازو له تړل کېدو په ضمني ډول دفاع کړې او ویلي، چې په فلسطین کې د مسلمانانو له وژل کېدو سره هم مهاله، د دغو زده کړو پر بندیز نیوکې لومړیتوب نه دي.
هغه د افغانستان د سفر پر مهال د طالبانو له رئیس الوزرا ملا حسن اخوند، د هغه سیاسی مرستیال مولوي کبیر او یو شمېر وزیرانو سره هم لیدلي .
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29530